ژباړن : بابر امين زى
نجلۍ په ناز وويل :
- آيا ته رښتيا ماسره ډېره مينه لرې ؟
هلک دنجلۍ رپېدونکو بڼو ته وکتل او يواځې يې دهو په بڼه سر ورته وښوراوه .
نجلۍ لکه غواړي چې په زړه کې کومه پټې موخې ته ځان ورسوي وويل :
- زه غواړم ستا له خولې يې په خپلو غوږو نو واورم ، ماته ووايه چې زه تاسره مينه لرم .
هلک انکار وکړ :
نه نه ، زه نه پوهېږم چې ته ولې غواړې زما له خولې نه دغه دوه جملې واورې .
نجلۍ بيا هم خپل ضد نيولې وه او خپله خبره يې يوځل بيا تکرار کړه :
- زه ارو مرو غواړم ستا له خولې واورم ، چې ته ماسره مينه لرې ، په ژړا يې پيل وکړ او خپل ضد پوره کول يې غوښتل ( شابه ماته ووايه چې ته ماسره مينه کوې ) .
دلږ وخت لپاره دواړه غلې شول ، دواړو به څه فکر کاوه خو په تلو ، تلو کې دنجلۍ کور راورسېد، نجلۍ په دسمال اوښکې پاکولې او دسترګو په کونجونو کې يې دهلک په لور کتل .
هلک خپلې سترګې دنجلۍ په سترګو کې وګنډلې او ويې پوښتل : ته رښتيا هم غواړې چې پوه شې .
نجلۍ ورته دسر وښوراوه .
هلک ورنږدې شو او نجلۍ يې کلکه په غېږ کې ټينګه کړه ، خپلې شونډې يې دهغې غوږ ته ورنږدې کړې او ويې ويل :
اى ! لېونۍ په دې يوه کرښه کې زما دا غرونه ، غرونه مينه کله ځاييږي ( زه تا سره مينه لرم )

