تبليغاتX
افغان ادبي ټولنه - منډه
   منډه

 

ژباړه : بابر امين زى

 

 

موټر سايکل په منډه اوکړندى روان و دومره کړندى چې دهلک  سره روسته دناستې ښايسته دنګې نجلۍ ژيړې زلفې يې لکه بيرغ رپولې .

انجلۍ خپلې شونډې دهلک د اوسپنيزې خولۍ ( هلمټ ) دغوږ له برخې سره ولګولې  او په لړزېدلي غږ يې وويل ( سرعت کم کړه زه وېرېږم . )

هلک په مسکا ورغبرګه کړه ( پرېږده مړې خوند کوي )

نجلۍ بيا په لړزېدلي غږ وويل ( نه ورک دې شي دا خوند ، داډاروونکى دى )

هلک په شوخۍ وويل ( ښه نو بيا ووايه چې ته ماسره مينه کوې . )

نجلۍ ځواب ورکړ( سمه ده زه تاسره بې کچه مينه کوم خو سرعت دې کم کړه ، چې له ډاره مې زړه وچاودېده )

هلک په شوخۍ ورزياته کړه ښه ؛نو اوس يوه غاړه هم راکړه خپل لاسونه دې مانه راتاو کړه ، انجلۍ سمدستي بې له ځنډه دهلک له ملا خپل لاسونه راتاو کړل .

 هلک وويل : کولى شې چې زما دسر نه دااوسپنيزه خولۍ (هلمټ) لرې کړې او خپله يې په سر کړې ؟  زما زړ ورسره په تنګ شو .

بله ورځ په ورځپاڼه کې خبر خپور شو  ، چې يو موټرسايکل دپېښې ښکار شو په داسې حال کې چې يوه هلک او نجلۍ پرې سپاره وو، په پېښه کې يو مړ او يو تن ژوندى دى .

حقيقت خو داو چې هلک دلارې په نيمايي کې په دې پوهېدلى و ، چې دموټر سايکل بريکونه کار نه کوي ؛ ځکه خو يې دموټر سايکل منډه شېبه په شېبه زياتېدله او خپل مرګ يې ډېر نژدې ليده؛ خوهلک نه غوښتل چې دغه تنکۍ غوټۍ دې له غوړېدو مخکې ورژېږي ، او له ده سره يوځاى خاورې شي ، ځکه يې خپله اوسپنيزه خولۍ ( هلمټ ) هغې نجلۍ ته ورپه سر کړه  .

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |