تبليغاتX
افغان ادبي ټولنه - پوځي
                     پوځي

ژباړن : بابر امين زى

يوپوځي چې دوتنام دجګړې نه وروسته يې غوښتل چې کورته راشي ، دراتلو دمخه يې دفرانسسکو نه خپلې کورنۍ ته ټليفون وکړ ، پلار ته يې په ټلفون کې وويل ګرانه پلارجانه ! اوس جګړه نشته او زه غواړم خپل کورته درشم ، خو تاسې به ماسره يوه مرسته کوئ هغه داچې زه غوام له ځان سره يو بل څوک هم درولم هغه چې زما زړه کې اوسېږي ، په زړه کې ورته درناوى او مينه لرم ، پلار يې ځواب ورکړ ، سمه ده بچيه مونږ به يې په ليدو ډېر خوښ شو هرکله راشې ،تاسې ته سترګې په لاره يو ، پوځي وويل :

پلار جانه ! هغه په يوه پښه ګوډ دى او يو لاس يې هم نشته په جګړه کې ډېر بد ټپي شوى دى په ځمکني ماين يې پښه ايښې ، هغه بېچاره بل داوسېدوځاى نه لري ، زه غواړم چې مونږ سره ګډ زمونږ په کور کې ووسېږي .

پلار يې په ډېرې ناارامۍ او دډاډګېرنې په انداز ورته وويل :

بچيه ! ته يې راوله مونږ به هغه سره دځاى په پيداکولو کې مرسته وکړو .

- نه ، نه زه غواړم هغه مونږ سره يوځاى په کور کې واوسېږي .

 

پلار يې په داسې انداز چې خپل زوى په خبره وپوهوي ورغبرګه کړه.

- زويه ! ته نه پوهېږې چې څه غواړې ، داسې بې لاسه اوبې پښې معلول به زمونږ داوږو بار شي ، مونږ نشو کولاى چې داسې بار په اوږو وېسو چې نه يې شو اوچتولاى ، زه خو وايم زويه ! ته راځه او هغه هلک هېر کړه هغه به دخپل ژوند دتېرولولپاره کومه بله لار ولټوي .

 په دغه وخت کې ټلفون بند شو ، دهلک مور او پلار دخپل زوى دراتګ په انتظار ول ، چې له همدغې ولايت فرانسسکو څخه يوبل ټلفون راغى.

هلو.

هلو ! زه دفرانسسکو دلوى پوليس سټيشن نه تاسې ته زحمت درکوم ، دلته يوه پېښه شوې چې ستاسې راتګ ورته اړين دى ، تاسې بايد ارومرو سبا دلته ځان راورسوئ .

دپوځي پلار يواځې مثبت ځواب ورکړ او خداى پاماني يې وويله .

سبا غرمه مهال چې کله دوى فرانسسکو پوليس سټېشن ته ورسېدل ، پوليسويې دځوى جسد وروښوده چې يو لاس او يوه پښه يې نه وه .

دپوليسو په وينا ځان وژنه يې کړې ده .

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |