تبليغاتX
افغان ادبي ټولنه

دافغان ادبي بهيرپېښور ګزارش

 

 

افغان ادبي بهير خپله اونيزه ادبي اوتنقيدي غونده دروان ٢٠٠٦ کال داولې مياشتې په ٢٩مه نېټه په شهاب الدين عالي لېسه کې وکړه چې رئيس يې ښاغلى حاجي ميرويس چکنورى اومشرميلمه يې ښاغلى بهادر حنيف باسولى و غونډه ښاغلي قاري صيب شفيع الله دقرآنکريم دڅومبارکوآيتونو په تلاوت پرانسته .

دتېرې غونډې ګزارش نصرت الله الهام واوراوه چې خوبۍ اوخامۍ يې په ګوته شوې .ښاغلي استادمحمدآصف صميم دګزارش په اړه وويل څه ناڅه يې هغه څه پکې پوره راوړي وچې تېرشوي و زماپه اړه يې دتغزل اودسياست خبره پکې زياته کړې وه هلته ماسياست نه بلکه حالات ويلي وچې تغزل پکې زيات دى. صميم صيب وويل په اخير کې چې دغونډې دبرخوالو کوم نومونه ليکل کېږي هغه په څرګنده (ي ) ليکل کېږي چې داسې نوه شوي .

حنيف صيب يې تايد وکړ اوزياته يې کړه چې ګزارش خوښه په دې و چې زه په تېره غونډه کې نه وم خوماته يې هغه هرڅه چې په تېره غونډه کې تېرشوي و راورسول .

قاري شفيع الله هم دحنيف صيب دخبروپه تائيد ګزارش تائيد کړ .

ورپسې دعبدالقادرجليل شعر کرکتنې ته وړاندې شو .

مطلع:          وختونه که ګزرشول خويادونه شول ترې پاتې

                    زمان که ځواني يوړه تصويرونه شول ترې پاتې

ښاغلي استاد محمدآصف صميم وويل د(ګزر) پرځاى که( تېر) پکې وځايول شي ښه به وي ځکه چې په فارسي کې هم ګزر په داسې ځاى کې نه کارول کېږي .په دوهم نيم بيتي کې يې دځوانۍ اوتصويرونو په اړه وويل چې ځواني اوتصويرونه دلته سره سم نه دي راغلي .

الهام:دغه مطلب ديوبل چاپه شعرکې هم شته

جوړبه شي زخمونه خوداغونه پاتې کېږي

تېربه شي وختونه خويادونه پاتې کېږي

اول بيت : چې شنې به له خنداوې لکه آس به ششنېدلې

                        مرګى داپېغلې يوړې ګودرونه شول ترې پاتې

ښاغلي تحسين دپوښتنې په ډول وويل چې ششنېدل ښايي يوه اصطلاح وي اصل کې خو شڼېدل دي .

استادصميم ورزياته کړه چې دواړه سم دي اودوړانديز په ډول يې که په دوهم نيم بيتي کې (مرګي داپېغلې يوړې) ( مرګي هاپېغلې يوړې شي ) ښه به وي .

دوهم بيت : چې مست وپه شرابونڅېدل په محفلوکې

                     هغه هم وخت زاړه کړل اورقصونه شول ترې پاتې

پدې بيت چاهم خبرې ونه کړې

دريم بيت :  فرعون چې بادشاه و اودخداى دعوه يې وکړه

         هغه هم نيل لاهو کړلوتختونه شول ترې پاتې

استادمحمدآصف صميم : تخت فرعون ته نه بلکه سليمان ع ته منصوب دى

الهام وويل : ددې دوهم نيم بيتي اودهابل بيت دوهم نيم بيتى په يوه جمله پېل شوي (هغه هموخت زاړه کړل ) (هغه هم نيل لاهوکړ) چې دې تکرار ته شنيع وايي

څلورم بيت : انسان حرص اخستى ومرګى يې په زړه نه و

                           نصيب يې يوکفن شودولتونه شول ترې پاتې

تحسين الله تحسين وويل دابيت هم دمخکيني په څېر رواني لري خودمخکيني په څېر نوښت هم نه لري .

پنځم پيت :

 حساب به په محشر وي چې به څوک جنت ته درومي

             ډېر دلته جنتيان شول حسابونه شول ترې پاتې

ښاغلى صميم : معنى يې روښانه نده .

جليل : عشره مبشره ترې مراددي

صميم : ماويل ګوندې يوطنز يې کړى په دنياوالو حسابونه بانکي اکاونټو اونور .

مقطع : جليله چې پرې تودبه ومجلس دښوځوانانو

              هغه ځوانان هم مړه شول محفلونه شول ترې پاتې

تحسين وويل : که مړه شول ((لاړل )) شي ښه به وي ((هغه ځوانان هم لاړل محفلونه شول ترې پاتې ))

ښاغلي تحسين دپوښتنې په ډول وويل ((صميم صيب په ځوان ځلمي کې توپير شته اوکنه؟)) صميم صيب وويل ځوان دهر حيوان لپاره اوزلمى يوازې دانسان لپاره کارېږي

په ټوله غزل دخبروپه ترڅ کې يې وويل چې يوه نااميدي پکې ښکاري مرګ ته لاس ترزنې کښېناستل پکې دي .يوعادي نظم دى دغزل خوندپکې نشته .

په پاى کې ښاغلي جليل له ټولو مننه وکړه

ورپسې آزاده غير طرحي مشاعره وشوه چې دغې ښاغلوپکې ګډون درلود .

استاد محمدآصف صميم ، تحسين الله تحسين ، عبدالقادر جليل ، قاري شفيع الله ، نصرت الله الهام ، مولوي بهادرحنيف باسولى ، حاجي صيب ميرويس چکنوري،کريم الله ، حبيب الله ، نذيرالحق قريشي  ، جلال احمدامرخېل ، واحدالله خاکسار ، عرفان الله څپاند، نقيب الله سحر ، اونور ..............

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |

افغان ادبي بهير

 

افغان ادبي بهير خپله اونيزه ادبي تنقيدي غونډه د٢٠٠٦ کال د١ مياشتې په   ٢٧ تاريخ ديکشنبې په ورځ په پېښور کې دشهاب الدين عالي لېسې په انګر کې دښاغلي استادمحمد آصف صميم په رياست کې وکړه چې مشر ميلمه يې ښاغلى عبدالقادر جليل و.

دپرېکړې سره سم دښاغلي جلال امرخېل غزل ځيرنې ته وړاندې شو.

اول بيت                 له شپې نه ستړى دسبادراتلولارې څاري

                                                            داسې مې زړه هم داشنادراتلولارې څاري

استاد محمدآصف صميم وويل (له شپې نه ستړى ) ترکيب جوړندى (شپې وهلى) اوياهم (شپې ځپلى) دې شي خوچې څپې يې ګډې وډې نشي

عبدالقادر جليل وړانديز وکړ چې (له تياروستړى دې شي ) چې استادصميم ورسره همغږى نشو اوپه خپل حال پرې ښودل يې غوره وګڼل اوزياته يې کړه چې هلته صباراغلى چې په ضدکې يې همداشپه سم راځي نه تياره.

ښاغلي عبدالله وويل : لارې جمع ده اوشپه واحدده الهام ورسره همغږى نشو اوويې ويل دلته شپه اولارې هېڅ تړاو سره نلري ځکه يوڅوک که دانتظار په درشل کې وي هغه ارومرو خپل شاوخوا څلورلارې څاري نه داسې چې يوه لاره ، بلکه هره خواګوري اوهره لاره څاري .

اول بيت :             چې ترې راتلم راته يې سترګوکې بس دومره ووې

                                                             پرتامينه به تل ستادراتلو لارې څاري

استادصميم: يوه عادي خبره ده دومره ځواک پکې نشته

نصرت الله الهام : دلته چې خوند پيداکړى يوازې همدغه دسترګوپه خبره پوهېدلو پيداکړې دايې دسترګوپه خبره پوه شوى اودياردسترګوخبرې يې دشعرپه ژبه بيان کړي  دي .

دوهم بيت :                        هغه زلمى دالوتکو بم پرچه پرچه کړ

                                                                           چې دغه پېغله به دچادراتلولارې څاري

استااقامحمد ګړندي وړانديز وکړ چې (اودغه پېغله دهغه دراتلولارې څاري ) دې شي

نصرت الله الهام ورسره همغږى نشو اودقافيې ماتېدو ته يې نغوته وکړه

ښاغلي استادمحمدآصف صميم داسې ترميم کړ (اوس دغه پېغله به دچادراتلو لارې څاري ) ښاغلي تحسين الله تحسين داسې ترميم کړ (دهغه پېغله به دچادراتلو لارې څاري )

الهام اولنې ترميم غوره وکڼلو اوويې ويل په اولني ترميم کې دڅار ارمان دى اوپه دوهم ترميم کې بيا ددغې پېغلې په حال يوزړه خوږى دى چې ښکاري . څوک چې دچالاره څاري دغه دلار دڅارلو څارل يوخوند لري چې وس به هغه خوندنوي وس به هغه څارل نوي اوداخوبده ده چې دهغه پېغله دبل چادراتلولاره وڅاري اوزياته يې کړه چې ددې بيت دوهم نيم بيتى  پدې پېغلې دشک معنى هم لېږدوي چې کېداى شي ځينې خلک ترې همدا دشک مانا هم واخلي .

دريم بيت : چېرته چې هم نرۍ ژړاواورم ګمان مې راشي

                                                              چې ماشومان دخپل بابادراتلو لارې څاري

دابيت ټولو ښاغلو په يوه خوله تائيد کړ.

څلورم بيت : ګوره چې بيالوپټه رپي پدې پورې بلۍ

                                        څوک امرخېله درته بيادراتلو لارې څاري

استادصميم وويل داسې بريښي چې هريويې لېونى دى کومه ځانګړې مينه نه ده

الهام داسې ترميم کړ  : څوک امرخېله چاته بيادراتلو لارې څاري )

استادصميم وويل که داسې شي نوډېر به ښه شي هغه ستونزه به ختمه شي .

ښاغلي تحسين وويل ددې نه دغه دوهم انقلاب ته اشاره ده چې اول تېر شو اوس بيايوڅوک لوپټه رپوي اودده نه دقربانۍ غوښتنه کوي .

استادصميم وويل : چې تغزل پکې دسياست نه ډېر دى .

ښاغلي احمدشا وردګ وويل : دالوپټه دلته داسې راغلې لکه دانتظار شفر

استاداقامحمدګړندي په ټوله غزل دخبروکولو په ترڅ کې وويل ډېره ښکلې غزل وه دانتظار مينې اومحبت ښايسته انځورونو ته پکې ځاى ورکړل شوى ديو سپېڅلي انقلاب روح پکې ځايول شوى، برياليتوب يې غواړم.

ښاغلي استادمحمدآصف صميم غونډه په زړه پورې وبلله اونغوږه يې وکړه چې بايد چاپ شوى مطلب ځيرنې ته رانه وړل شي ځکه هغه يوځل هماغسې په خلکو منل شوى ، که دبهير لپاره يې وليکۍ نودابه ډېر ښه وي .

ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې دغوښاغلو پکې ګډون درلود.

استاد محمد اصف صميم  ،فضل مولا تورکى ، دولت شامجاهد، حيات الله يوسفزى، تحسين الله تحسين ، نصرت الله الهام ، استاد نور محمد ، استاد آقامحمد ګړندى ، ميرويس چکنورى ، جلال امرخېل ، عبدالقادر جليل ، سردار نبي شجاع ځاځى ، احمدشاه وردګ ، دحيد الله خاکسار، اونور ....

پرېکړه وشوه چې راتلونکې غوونډې ته به ښاغلى احمدشاه وردګ خپل نثر کره کتنې ته راوړي  .

غونډه په دعائې سره پاى ته ورسېده.

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |