په پېښور کې دافغان ادبي ټولنې ګزارش
افغان ادبي ټولنې خپله اونيزه تنقيدي غونډه د ١٣٨٥ لمريز هجري کال د کب دمياشتې په ٢٤ مه نېټه دجلال احمد امرخېل په رياست کې وکړه چې ځانګړى ميلمه يې حشمت الله تنهاو ، غو نډه قاري صيب واحد ګل امين زي دڅو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل کړه .
ورپسې دعالم شاعر او اديب سيف الرحمن سليم په مرګ خواشيني څرګنده شوه او دارواښاد روح ته دپيرزوينو لاسونه لپه شول .
دتېرې غونډې ګزارش ننګيالي ننګ ولوست او ورپسې دپرېکړې سره سم دښاغلي شهزاده شيرين زوى طنز ( کليوال رښتيا وايي) کره کتنې ته وړاندې شو چې لنډيز يې را اخلو .
د مطلب لنډيز:
دډزو آواز اوردل کېږي ، دانځرګل د دکان مخته راټول شوي ځوانان دړزو په علت ځانونه پوه کول غواړي ، ځيرک چې ديو هلک نوم دى وايي : يا به دچا زوى شوى وي او يابه چا کوژده کړې وي ، ( اتل ) راځي او داسې ښيي چې دا د ډزو په راز پوه دى نوخپلې خبرې په ډېر تلوسه آمېز انداز مخته وړي، اوپه پاى کې بيا وايي چې په ځانونو خولې ولګوئ تاسې خبر نه يئ ( بختو) هم ښځه پيداکړه، بختور يو لېونډوله هلک دى چې دکلي دملک زوى دى ، زيرک پوښتنه کوي چې کوم رب وهلي ( بختو لېوني ) ته لور ورکړه ؟ ( اتل ) ځواب ورکوي چې کم عقله لېوني ته يې نه ده ورکړې پيسوته يې ورکړه پيسوته ، ملنګ په افسوس وايي چې داڅنګه پيسې دي چې خلک پرې اولادونه پلوري ؟ زيرک ورته په اټکل وايي چې دوه شپې به هم ورسره تېرې نه کړي.
ملک دکورکلي دژرندګړي لور کورته راوسته ، کله چې ښځې دښاپېرۍ ليدوته ورغلې ښاپېرۍ يې دبختو وړ نه ګڼله بالاخره دخوب وخت نږدې کېږي او بختو ته يې تره وايي چې خپلې کوټې ته ورشي او دواده د لومړۍ شپې نه خوند واخلي ، خو بختو په دې کيسو نه و خبر هغه په رښتيا هم لېونى و خو سروپ لېونى نه بلکه يو ساده بنيادم ، بختو خپل تره ته په حيرانۍ ځواب ورکړ . کاکا هلته څه وکړم ، کاکا يې په ډيکه کوټې ته وردننه کړ او ددروازې په خوله کې يې ورته چپلکه ښوروله ، بختو په منډه له کوټې راووت تره يې وپوښته چې ولې ؟ . بختو ځواب ورکړ نه مې پرېږدي ، لږه شېبه پس يې مور راغله دناوې ترڅنګ کښېناسته هرڅه يې وڅارل بختو يې په کوټه کې پرېښوده او ترې راووته ، شېبه وروسته بختو بيا له کوټې په منډه راووت ، پلار او تره يې ورته په غصه و تره يې په ډېر قهر ورته وويل : په منډه کوټې ته ننوزه او که بيا را ووتې ژوندى دې نه پرېږدم ، بختو په سادګۍ ځواب ورکړ که دومره نر يې ته ورننوځه ، پلار يې له ځان سره وويل : (( کليوال رښتيا وايي )) هسې مې دپردۍ تورسرې ژوند خراب او په سيند لاهو کړ .
په پېل کې ښاغلي شهريار وويل : ليکنه لوړپيغام لري ستاينه يې کوم .
ښاغلي احمد شاه وردګ طنزليکل ډېر ګران کار وباله دغه طنزيه ليکنه يې وستايله او زياته يې کړه .چې (( ناوې دپښتو او نکاح په غبرګو زنځيرونو تړلې وه )) ، دغه جمله يوه ستره معنى او ستر پيغام لري ،
ښاغلي احمد شکيل ليکنه وستايله او دملک پرځاى يې دپيسو دکلمې کارول سم وګڼل ، او ويې غوښتل چې (( خونه )) دې په (( کوټه )) بدله شي (( او داسې فکر يې وکړ چې (( خونه )) لکه چې کور ته وايي خو ښاغلي احمدشاه وردګ وويل (( کور)) هغه دى چې ډېرې کوټې ولري او (( خونه )) يوې کوټې ته وايي کوم مشکل پکې نه وينم .
امرخيل وويل : خواږه تشبيهات پکې دي ، ښکلې ليکنه ده ، خو لېوني ته که ساده ويل شوى واى ښه به و ځکه چې ددغې کارونو توقع ده ساده نه کېدلاى شي که لېونى وي هغه نوره هم کيسه خرابوي .
په پاى کې شيرين زى دمننې په ترڅ کې وويل : ستاسې ټولو خبرې مې خوښې شوې ، پوهان وايي چې طنز په ښکاره سړى خندوي خو پټ يې ژړوي ، زماپه فکر طنز هغه طنز دى چې يو مرموز تراژيديک تصوير پکې پروت وي .
په پاى کې آزاده مشاعره وشوه ، په غونډه کې دغې ښاغلو ګډون درلود .
جلال امرخېل
حشمت الله تنها
شهزاده شيرين زوى
ډاکټر عبدالرشيد افغان
نور علي
سکندر آپريدى
شکيل احمد شکيل
حاجي احمدشاه وردګ
رحمن الله فرمان
شريار معروف خيل
واحد ګل امين زى
ننګيالى ننګ
عبيد الله فرمان
عصمت شاهين
روئيد همت
ابراهيم
ذبيح الله صالح
غلام الله خاورې
وکمن اتل
اجمل خان
تحسين الله تحسين
جمال ادين
اقبال احمد اتل
عبدالبصير سنګريار
غلام حيدر سهيل
غونډه ماښام ناوخته په دعائيې سره پاى ته ورسېده .

