تبليغاتX
افغان ادبي ټولنه
غزل

ليک : عبدالوهاب ( څاروان )

سلو ملګرو کې بس يو ملګرى يار خېژي

پاقي څوک غل څوک مطلبي او څوک غدار خېژي

ډېره موده پس دلته بيا دمحپت په ګناه

کوم پختور دى چې منصور غوندې په دار خېژي

درنجو اوږد خال دې په سپينه زنه داسې ښکاري

لکه په سپين غره چې په سپينه واوره مار خېژي

ديار په نيمه اشاره دا لېوني دمينې

دځان پروا نه کړي پښې ابلي په انګار خيژي

واعظه لږ ددې خبرې وضاحت وکوه

داښکلي ولې په خپل لوظ او په اقرار خېژي

زر کوه ما څاروان نشه کړه د ښايست په ميو

کنه ساقي جانانه سر ته مې خومار خېژي

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |