دافغان ادبي ټولنې تګلار
١-: مشر: داجرائيه شورى له غړو څخه ټاکل کېږي چې داجرائيه شورا ددرې پرڅلورو غړو له تائيد اوټاکنې وروسته مشر ټاکل کېدى شي .
٢- : مرستيال : داهم داجرائيه شورا له غړو څخه په اکثريت ټاکل کېږي .
٣-: پانګوال ، اړيکوال ،ګزارشګر اووياند (انانسر) : دمشر لخوا پدې موخه ټاکل کېږئ چې کارونه په سمه توګه پرمخ ولاړ شي .
پاتې دې نوي چې دموسسې شورى غړي کولى شي چې دغړو په ټاکنه کې خپله رايه څرګنده کړي .
مشر : دټولنې دکړنلارې پر مخ وړونکى دى چې دټولنې دپرمختګ او لوړتيا لپاره له خپلو ملګرو(موسسې شورى) سره په مشورې مکلف دى .
دټولنې څارنه ، ارزونه اومسئوليت به يې پرغاړه وي ، دباور اوددرانده مسئوليت خاوند به وي .
مشر دملګرو لخوا ترهغه وخته تائيد دى چې دشورا درې پرڅلورو غړي ترې ملاتړ اوتائيد وکړي . اونورې چارې هم همداسې
په بل حالت کې درايې په نه درلودلوسره داجرائيه شورا غړى پاتې کېداى شي خو مشرتوب نشي کولى ...
هر مشر ديو کال لپاره ټاکل کېږي وروسته بيا ټاکنې کېږي .
يوتن کولى شي تردريو ځلو ځان کانديد کړي .
دمشر دوفات خداى ناخواسته اويا استعفى په حالت کې مرستيال تربيا ټاکنو مشردى .
مرستيال : مرستيال دمشر دامر په منلو مجبور دى دواړه دچارو په اړه له اجرائيه شورا سره مشوره کولى شي ، که چېرې مشر اومرستيال ته خپلو کې په يوه پرېکړه کې همغږي وي له اجرائيه شوراسره خبره ضرور نده .
اجرائيه شورا کولى شي دمشر اومرستيال پرېکړې په هغه وخت کې ترپوښتنې لاندې راولي چې څه ستونځې اونيمګړتياوې پکې ترسترګو شي ، نو په مشوره اومنښت سره ستونځې له منځه وړل کېږي .
پانګوال : دټولنې وټه ييزې چارې سمبالوي هغوته دمرستو دراټولول اوپه اړينو چارو کې يې لګول پکار دي ، داړيکو مشر کولى شي ملګري دې ته راوبلي چې مرستې وکړي .
څو دټولنې په غښتليتوب کې ترې ګټه واخستل شي ، له بهرنيو مرسته کوونکو سره ترمشورې وروسته اقدام کولى شي ، دسرلوړي اوګران هېواد په سطحه له هر شتمن هېوادوال څخه مرسته راټولولى شي .
دپانګې مشر هم دټولنې دمشر په امر منلو مکلف دى ، اودټولنې دمشر دامر نه پرته نشي کولاى په خپل سر پانګه مصرف کړي .
اړيکوال اوګزارشګر : دهرې غونډې په ګزارش ليکلو اوپه ورپسې غونډه کې په لوستلو مسئول دى ، اوهمدارنګه هر ګزارش مطبوعاتو ته رسول يې په غاړه دي او دټولنې په متعارف کولو اوداړيکو په تاندلو هم مکلف دى .
وياند : ډټولنې په نظم اودغونډې دښه پرمخ بېولو مسئول دى ، همدارنګه غونډې ته په وختي راتګ اودټولو ګډونوالو دهرې غونډې په نومونو سبتولو مسئول دى .
اړين يادښتونه : دټولنې هر غړى له مشره ترکشره بايد په هره غونډه کې سوب وي ،ټولنه ديوه خاص نظم غوښتنه کوي څو هر غړي ته په خپل کار بريالي توب ورپه برخه شي . هېڅوک بې ځايه دبل چاپه کار کې دخل نشي کولاى .
په مينه
د(افغان ادبي ټولنې ) موسسه شورى
د ١٣٨٥ لمريز هجري کال دچنګاښ پنځمه
چې د ٢٠٠٦-٦-٢٥ مې نېټې سره سمون خوري
چې بيا دهمدغې پورتنۍ تګلارې په رڼاکې دموسسو غړولخوا دغه ټاکنې وشوې چې په لاندې کرښکې يې لوستلاى شئ .
موسس غړي :
نور الحبيب نثار ، حاجي احمد شاه وردګ ، شهزاده شيرين زوى ، نصرت الله الهام، فضل مولا تورکى ،جلال احمد امرخېل ، تحسين الله تحسين ، شهريار معروف خېل ، شيرين اغا احمد يار ، اوقاري واحد ګل امين زى .
مسئولين
رئيس : شهزاده شيرين زوى
مرستيال : حاجي احمد شاه وردګ
پانګوال : فضل مولا تورکى
اړيکوال او ګزارشګر: نصرت الله الهام
وياند ( انانسر ) : جلال احمد امرخېل

