دتاريخ داغ
چنګېز له خپلو پوځي مشرانو سره يوځاى پر يوه لوړ ځاى ناست و ، مخامخ ورته په زرګونو سرتېري وسله په لاس ولاړ وو. تورن سرتېري هم کيڼې خواته ، لاس تړلى ولاړ و رنګ يې ژېړ او سپېره و، پرده تور و ، چې دجګړې پر مهال يې پر يوه ماشوم زړه سوځېدلى و ، او دهغه له وژلو يې ډډه کړې وه..
چنګېز چې له قهره تک تور اووښتى و په ډېر غضب يې له سرتېري پوښتنه وکړه چې ولې يې دماشوم له وژلو مخ ګرځولى و؟
سرتېري په ډېره خوارۍ خپله ژبه پر وچو شونډو تېره کړه، له وارخطايۍ او وېرې سره يې په ډېر تت او نيولي غږ وويل : قربان ! ما هغه واژه، په همدې نيت مې د نېزې څوکه د هغه پر شونډو کېښوده، څو يې ستونى ورڅيرې کړم ، خو ماشوم ژر، ژر د نېزې د څوکې په رودلو پيل وکړ !! د نېزې دڅوکې له رودلو سره په زړه کې راتېر شول چې لږ ترلږه خو په دې ټول ژوند کې دايو ماشوم بايد ونه وژنم، نېزه مې بېرته وروسته کړه، خو قربان ! ډېر ژر له خپله هوډه په شا شوم، په بيړه مې نېزه د ماشوم په ټټر ورخِه کړه ! له يوې ترخې چيغې سره يې شودې هم له خولې په ټوپونو شوې ...
له دې سره سرتېرى په ژړا شو او غږ يې دخپل مړه ضمير تر بار لاندې ورک شو .
چنګېز چې له وړاندې لکه تور مار اووښتو ، راوښتو، لاپسې وپړسېد، جلاد ، جلاد يې نارې کړې ، حکم يې وکړ، چې ددې سرتېري سر له تنه بېل کړئ ، ځکه داسې سرتېري چې انساني عاطفه او رحم ولري ، جګړې نشي کولى .
چنګېز په داسې کولو سره خپل وحشي پوځ نور هم له عاطفې او ترحم څخه بې برخې کول غوښتل ، ځکه چې يرغلګر ، ښکېلاکګر ، غله او داړه ماران هر وخت دنړۍ دلاندې کولو لپاره همداسې ترهګرو ، دهشت ګرو اوبې تهذيبه وحشي لښکرو او پوځيانو ته اړتيا لري .
نن هم د چنګېز لارويان، باشرافته او با کرامته انسان دڅارويو په څېر په پنجرو کې ساتي ، بربنډوي يې اوپه سپويې داړي ! ..! دا بايد ياد وساتو چې زموږ په څېر به سبانى کول هم ، دنننيو چنګېزيانو دوحشت ، دهشت او ترهګرۍ غندنه کوي او دتاريخ تور داغ به د چنګېزيانو او دهغوى دلارويانو په تندي لګېدلى وي .
احمد شاه وردګ . پېښور
