دافغان ادبي ټولنې (٦) ګزارش
افغان ادبي ټولنې خپله اونيزه ادبي تنقيدي غونډه د ١٣٨٥ لمريز هجري کال د زمري دمياشتې په اتمه نېټه ديکشنبې په ورځ بورډ زيارت تمځاى د پټلۍ ترڅنګ دپشاور کالج آف ساينس په انګړ کې دښاغلي سردار نبي شجاع ( ځاځي ) په رياست کې وکړه چې مشران ميلمانه يې ښاغلى عبدالله او نفيس خان و او دوياندويۍ چارې دجلال امرخېل او دګزارشګرۍ چارې دنصرت الله الهام په غاړه وې غونډه قاري صيب واحد ګل امين زي دقر آن کريم دڅو مبارکو آيتونو په تلاوت پرانسته .
ټولو ګډونوالو دهېواد ديني عالم حافظ مجاهد افغاني جهادي رهبراود پښتو ژبې ښکلي شاعراو اديب ارواښاد مولوي محمد يونس خالص باباته ددعا په موخه څښتن ته لاسونه لپه کړل لاسونه لپه کړل .
ورپسې پرګزارش دنقد مهال وچې ښاغي احمدشاه وردګ وويل الهام دګزارش ليکنې ډېر ښه استعداد لري خو ددې ګزادش دلوستلو خوند يې چندان نه و داسې ښکاري چې بيخي يې دوهم نظر هم پرې ندى کړى همدانن يوڅو ساعته مخکې يې ليکلى دى ، الهام ومنله چې يوڅو ساعته مخکې ترتيب کړ نو ښاغلي احمد شاه وردګ نغوږه ورته وکړه چې که په هماغه ورځ يا په سبا ورځ يې وليکې بيابه نو داستونځې پکې نه وي .
امرخېل وويل : دتېرې غونډې دګزارش يادونه يې پکې ونه کړه .
ځينې ملګرو هيله څرګنده کړه چې که ښاغلى شيرين زوى يوڅه ووايي ښه به وي ښاغلي شيرين زوى په خندنۍ لهجه وويل : تاسې غواړئ په ماهم الهام وټکوئ اوزياته يې کړه : حاجي صيب دنښې منځ وشتى و چې الهام هم ورسره ومنله خو ماګزارش واورېده په ليکلو کې يې دومره ستونځه نه وه ښه يې ليکلى و خو په لوستلو کې يې خوند نه و هماغسې چټل نويس و .
خو ښاغلى ګل ملا همکار ورسره غږ يو نه کړ او زياته يې کړه : که چرته يې ښه ليکلى واى نو لوستلاى به يې هم ښه واى .
پر ګزارش نقد پاى ته ورسېد او دپرېکړې سره سم دښاغلي عيان الله عاجز غزل کره کتنې ته وړاندې شو چې مطلع يې داوه :
دلته مـونږ په ښکلو پسې چم ګورو
مونږه لېـوني يو ځانــله غم ګورو
ښاغلي شيرين زوى دترميم په موخه بيت داډول واړاوه :
مونږه چې په ښکلوپسې چم ګورو
هسې لېوني يو ځان ته غم ګــورو
انتظار وويل : د ( مونږه ) لفظ تکرار پکې زيات دى داول بيت په دواړو نيم بيتيو کې هم دا ويي کارېدلى چې داتکرار يې حسن تکرار نه بولم .
حاجي صيب احمدشاه وردګ مطلع وستايله او ددوهم نيم بيتي په اړه يې وويل چې ډېره پخه خبره يې کړې ده داوسنيو ځوانانو ترجماني يې ده خو ځينې ځوانان بيا دغه لينتوب نشي احساسولى .
امرخېل وويل : پدى عمر کې سړى نه پوهېږي چې داغم کتل دى بلکه خوښ وي او خوښي ورته ښکاري .
خواحمدشاه وردګ او انتظار ورسره همغږي نه شول او ويې ويل چې مونږ لاپخوا دمجنون او فرهاد کيسې اورېدلي وي ځکه نو لا له پخوا خبر يو چې دغه غم دى او ځان له غم کتل همدادي هغه بېله خبره ده چې همدې غم نه خلک خوند هم اخلي .
ښاغلي شهريار وويل : ځينې احساسات فطري وي ، اوزياته يې کړه چې دغم نه هم ځينې وخت سړى خوند اخيستلى شي .
دوهم بيت :
مونږه دمجنو ن په پل روان سړي
ځو په لاره لاره کې قـد م ګــورو
انتظار وويل ده ځان ته سړى ويلى دى او سړى مونږ هغه چاته وايو چې واده يې کړى وي
ښاغلي شيرين زوى ((سړي)) په ((خلک)) بدل کړ (( مونږه دمجنون په پل روان خلک )) چې ښاغلي احمدشاه وردګ يې نظر تائيد کړ .
شهر يار وويل: که دلته پل راغلى وى ښه به وو ځکه اوس خو مونږ دمجنون قدم نه ګورو خو دهغه په پل په روان يو .
الهام وويل که قدم يې نه ګورو پل يې هم نه ګورو خو په خيال کې بيا دا پل او قدم دواړه مونږ کتلى شو که يو څوک يې دپل پرځاى قدم په خيال کې وګوري دانو بيا دومره دخيال په دنيا کې داسې ننوتل دي لکه يوڅوک چې يې دسر په سترګو ويني .
او زياته يې کړه چې مونږ بايد په يو اثر کې نيمګرتيا اوګورو هغه نيمګرتيا چې پکې شتون ولري نيمګرتيا ورته جوړول نه دي پکار .
شيرين زوى وويل : الهام ښه خبره وکړه چې ستونځه پيداکړئ جوړوئ يې مه ، مونږ په شعر کې زيات وخت استعارې اوکنايې کاروو دهمدې نه شعر منځته راځي داسې وبولۍ چې دلته قدم دپل په معنى راغلى .
دوهم بيت :
اوښکې خو مې سترګو وچې کړې دي
وس به دغې ګل له چرته نــم ګــورو
امرخېل وويل : ګل په نمجن ځاى کې ښه وده نه کوي .
احمد شاه وردګ وويل : دشعر نازکي په پام کې نيول پکار دي داسې نده چې ګل نم ته اړتيا نه لري اوښکه تروه ده او ګل ته مضره ده داسمه خبره نده ځکه چې ګل اوبو ته اړتيا لري او داوښکو اوبو ته هغه چا غم اړتيالري چې دشاعر په زړه کې يې وده کړې ده او همدغه غم دګل سره تشبه شوى دى .
همکار يې نظر تائيد کړ او دابيت يې ولوسته .
تازګي دګل په قدر دشبنم ده
شيرين زوى وويل دګل خبره شوې ده خو ګل ندى مالوم چې کوم ګل
الهام وويل : ګل همداسې نامالوم ښه دى ځکه بيت که هرڅوک ولولي ذهن به يې دهغې ګل په لور لاړشي چې دلوستونکي په زړه کې پروت دى نه ده شاعر دزړه ګل .
دريم بيت :
مونږه دټوپک نه لاس اخيستى دى
مونږه خو په هرځاى کې قلم ګورو
احمد يار وويل : ځوان بايد له ټوپک نه لاس وانخلي ځکه داخو دځلميو سينکار دى په همدې دهېواد دفاع کوو .
تحسين وويل : تخنيکي نيمګړتيا پکې نشته خو په معنوي لحاظ نيمګړى دى دلته په ټول غزل کې دمينې خبره ده او پيغلې په هغه چا مينيږي چې هغه توره ښه چلولاى شي .
زه بيخي ددې بيت دلرې کولو پلوى يم .
شهريار وويل : زه تحسين صيب سره مخالف يم دقلم توهين ندى پکار الله ج په قلم قسم خوړلى دى خو شحال خان دتورې سره سره دقلم خاوند و .
الهام وويل : اول خو بايد دښاغلي شهريار دمخالفت په اړه ووايم چې ويې ويل زه دتحسين صيب سره مخالف يم زما په فکر که ددې پرځاى چې ووايو زه دفلاني مخالف يم داسې ووايو زه ورسره جوړ نه يم ښه به وي .
اوکه بيخي داخبره و هم نکړو يواځې خپل نظر ورکړو ښه به وي که په نظر کې زور وي پخپله دمقابل سړي دنظر ترديد دى اوکه په نظر کې قوت موجود نه وي په دې نکېږي چې زه يې ردوم . زما په فکر پخپله نظر بايد دومره وي چې دمقابل نظر د رد په معنى شي .
اوزياته يې کړه چې رښتيا هم توره دمينتوب سمبول دى که مونږ په لنډيو کې وګورو چې اکثريت دنجونو له خوا ويل کېږي دځوانانو لپاره دحماسې غوښتونکي دي .
لکه :
ټوټې ټې په تورو راشې
چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه
ټوټې ټوټې په تورو راشې
په تار دظلفو به کفن درته کنډمه
خو په بيت کې هم دومره خامي نشته شاعر چې دټوپک نه سر ټکولى دهغه ټوپک نه يې ټکولى چې زمونږ کلي کورونه راورانوي او دخپلمنځي جنګونو جنګيالي ترې کار اخلي . هسې خو دنيا کې خلک اټم بم جوړوي دخپل هېواد ددفاع لپاره چې مونږه هم حق لرو چې ټوپک دخپل غليم په مقابله کې وکاروو.
شجاع ځاځي يې تائيد وکړ اوزياته يې کړه اوس قلم اوټوپک دواړو ته اړتياده که خوشحال بابا دقلم اوتورې خاوند و نو ښاغلى شاعر هم بايد دقلم ترڅنګ توره هېره نکړي .
مقطع :
ځان باندې دې دومره ګوتې نه وهي
اى عـــاجــزه نور به ورته ســم ګـورو
ښاغلي تحسين وويل : دخالص بابا خبره چې دکورنيو جګړو دپېل پرمهال يې ويل دپېښېدونکې جګړې نه راته دوينې بوى راځي ده سره هم الفاظو ياري نده کړې کنه نور نو دا طلب پکې پروت دى چې که ته سنګار وهم نکړې زمونږ دزړه سر يې .
په غزل نقد پاى په ورسېد پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به ښاغلى فقير محمد کاکا درانى خپله نثري ليکنه نقد ته راوړي .
دماښام له لمانځه وروسته آزاده غير طرحي مشاعره وشه چې دغو ښاغلو پکې ګډون درلود .
سردار نبي شجاع ( ځاځى ) ، واحد ګل ( امين زى ) ، نصر ت الله الهام ، عيان الله ( عاجز ) ، جلال احمد ( امرخېل ) ، عبدالله ، نفيس خان ، شيرين آغا( احمديار ) ، اکرام الله (پيوند) ، فيض محمد ، عبدالعزيز ( افريدى ) ، بهادر علي ( بهادر) ، الحاج احمد شاه ( وردګ ) ، دل اغا ( شهريار ) ، شهزاده ( شيرين زوى ) ، غلام حيدر ( سهيل ) ، سيد انتظار ( خادم ) ، سيد نقيب الله ( سهر ) ، ګل ملا ( همکار ) ، رحمان الله ( فرمان ) ، توريالى صيب ، فقير محمد کاکا ( درانى ) نويد الحسن ، فضل مولا ( تورکى ) ، وارث خان ، نظير الحق ( قريشي ) ، او تحسين الله ( تحسين) .
٢٧ کسا ن