تبليغاتX
افغان ادبي ټولنه

دتاريخ داغ

 

 

چنګېز له خپلو پوځي مشرانو سره يوځاى پر يوه لوړ ځاى ناست و ، مخامخ ورته په زرګونو سرتېري وسله په لاس ولاړ وو. تورن سرتېري هم کيڼې خواته ، لاس تړلى ولاړ و رنګ يې ژېړ او سپېره و، پرده تور و ، چې دجګړې پر مهال يې پر يوه ماشوم زړه سوځېدلى و ، او دهغه له وژلو يې ډډه کړې وه..

چنګېز چې له قهره تک تور اووښتى و په ډېر غضب يې له سرتېري پوښتنه وکړه چې ولې يې دماشوم له وژلو مخ ګرځولى و؟

سرتېري په ډېره خوارۍ خپله ژبه پر وچو شونډو تېره کړه، له وارخطايۍ او وېرې سره يې په ډېر تت او نيولي غږ وويل : قربان ! ما هغه واژه، په همدې نيت مې د نېزې څوکه د هغه پر شونډو کېښوده، څو يې ستونى ورڅيرې کړم ، خو ماشوم ژر، ژر د نېزې د څوکې په رودلو پيل وکړ !! د نېزې دڅوکې له رودلو سره په زړه کې راتېر شول چې لږ ترلږه خو په دې ټول ژوند کې دايو ماشوم بايد ونه وژنم، نېزه مې بېرته وروسته کړه، خو قربان ! ډېر ژر له خپله هوډه په شا شوم، په بيړه مې نېزه د ماشوم په ټټر ورخِه کړه ! له يوې ترخې چيغې سره يې شودې هم له خولې په ټوپونو شوې ...

له دې سره سرتېرى په ژړا شو او غږ يې دخپل مړه ضمير تر بار لاندې ورک شو .

چنګېز چې له وړاندې لکه تور مار اووښتو ، راوښتو، لاپسې وپړسېد، جلاد ، جلاد يې نارې کړې ، حکم يې وکړ، چې ددې سرتېري سر له تنه بېل کړئ ، ځکه داسې سرتېري چې انساني عاطفه او رحم ولري ، جګړې نشي کولى .

چنګېز په داسې کولو سره خپل وحشي پوځ نور هم له عاطفې او ترحم څخه بې برخې کول غوښتل ، ځکه چې يرغلګر ، ښکېلاکګر ، غله او داړه ماران هر وخت دنړۍ دلاندې کولو لپاره همداسې ترهګرو ، دهشت ګرو اوبې تهذيبه وحشي لښکرو او پوځيانو ته اړتيا لري .

نن هم د چنګېز لارويان، باشرافته او با کرامته انسان دڅارويو په څېر په پنجرو کې ساتي ، بربنډوي يې اوپه سپويې داړي ! ..! دا بايد ياد وساتو چې زموږ په څېر به سبانى کول هم ، دنننيو چنګېزيانو دوحشت ، دهشت او ترهګرۍ غندنه کوي او دتاريخ تور داغ به د چنګېزيانو او دهغوى دلارويانو په تندي لګېدلى وي .

 

احمد شاه وردګ   . پېښور

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |

دوه ناروغان

 ژباړه  : حامد بابر امين زى

 

 

دوه ناروغان چې په يوه روغتون کې بسترول د,وى نشواى کولاى چې د روغتون له بنديخانې نه دباندې ووځي ، دلومړي ناروغ بستر دکړکۍ ترڅنګ و او دومره يې کولاى شول چې په خپل کټ کې نېغ شي او د کړکۍ په يوه وړوکي سوري کې بهر نړۍ وګوري دې ناروغ به تل خپل ملګري ته د روغتون نه دباندې ديو ښکلې شين بڼ چې رڼې اوبه پکې بهيږي او ښايسته نجونې پکې چکر وهي او دې ته ورته نورې خوږې کيسې کولې چې ملګري ناروغ به يې ورته ډېر په مينه غوږ ايښوده، خو دوهم ناروغ بيا په خپل کټ کې لږ څه راپورته کېداى هم نه شو دۀ به دخپل تېر وخت ، دځوانۍ د ماشومتوب د خپلې پوځي دندې په اړه  او نورې په زړه پورې دژوند خاطرې خپل ملګري ته ويلې او خپل زړه به يې د ژوند دتېرو ورځو په ياد خوشحاله ساته، خو دده تر ټولو لويه تلوسه او هيله همدا وه چې څنګه به دومره ځواک پيدا کړي چې د ددغې کړکۍ وړوکي سوري ته ورپورته شي او هغه رنګينه نړۍ  چې ده ته دده ناروغ ملګرى د هغې کيسې کوي په خپلو سترګو وګوري او خوند ترې واخلي .

دده په ذهن کې به تل دخپل ملګري خبرې ګرځېدې او دهغه د لفظونو انځورونو ته به يې په خپل ذهن کې منظرې جوړولې ، تل به يې په ذهن کې د خپل ملګري دا خبرې چې دکړکۍ نه ها خوا يو ښايسته پارک دى څلورخواوته يې لوړې ، لوړې او ګڼې ونې ولاړې دي ، په پارک کې نجونې او هلکان سره يوځاى چکر وهي څوک په حوض کې لامبي او څوک نور سيلونه او مېلې کوي ، ده ته به خپل ملګري نورې  عجيبې ، عجيبې خبرې هم کولې هغه به ويل ځينې خلک په يوه پښه ولاړ دي او خوبونه کوي ، هلته يو مين د سرو ژېړوګلونو ګېډۍ په غيږ کې نيولې ده او غواړي چې خپلې محبوبې ته يې ډالۍ کړي ، کله به يې په بڼ کې ديوې غټې ونې په هکله خبرې کولې ويل به يې چې دونه به زما په فکر په ټول ښار کې لويه او لوړه ونه وي دښار له هرځاى نه به ښکاري ، دخپل ناروغ ملګري کيسې دده ژوند ګرځېدلى وو تل به يې د هغه دکيسو نه نوې نوې منظرې جوړولې ورانولې ، ده به دهمدې کيسو لپاره ساه اخيسته او دا يې په زړهکې ترټولو لويه هيله وه چې کله زه په خپلوپښو ودرېږم دغه پارک او ددې ښکلاوې به ټوله ورځ ګورم چکر به وهم او خپل روح ته به تازګي ورکوم .

ورځې په اونيو او اونۍ په مياشتو بدلې شوې ، يوه ورځ  غرمه مهال و چې نرسه راغله او ګوري چې هغه لومړۍ ناروغ چې دکړکۍ سره يې نژدې کټ پروت و مړ دى ژر يې  د روغتون په کارکوونکو غږ وکړ نرسان راغلل او  هغه ناروغ يې له کوټې وويسته .

اوس نو دا يواځې شو اوس داسې څوک نه و چې ده ته يې د کړکۍ نه هاخوا د لوى پارک او پکې د مېلو، د لوى لمباځاى او د ښار دترټولو دغټې ونې کيسې کړې واى ، دخپل ملګري پسې يې ډېرې اوښکې تويې کړې او ډېر يې ورپسې وژړل څو ورځې يې دخپل خوږ دوست  دمړينې په غم کې ډوډۍ هم ونه خوړله.

يوه ورځ يې نرسې ته په ژړغوني غږ وويل : که و کولاى شي چې دده کټ دکړکۍ ترڅنګ ويسي ترڅو  د هغې رنګينې نړۍ ليدنه وکړي چې ده ته يې خپل ناروغ ملګري کيسې کولې ، همداسې وشول بله ورځ چې همغه وخت شو زړه يې طاقت ونه کړ او پس له ډېرو هلو زلو يې ځان ددې جوګه کړ ترڅو په کټ کې کېني او دباندې نړۍ وګوري خو کله چې په کټ کې کېناست او په هغه سوري کې يې وکتل يو خړ دېوال ښکاري او بس ، په دې وخت کې نرسه راننوته ، څنګه چې پرې دده نظر پرېووت بې له ځنډه يې وپوښتله  ، ويې ويل : هغه بل ناروغ خو ماته ويل چې دلته پارک دى رنګيني ده يوه لويه ونه ده ، زه خو دلته هيڅ نه وينم ، نرسې په مسکا ځواب ورکړ ، هغه خو ړوند و ، خو کېداى شي چې هغه ستا دهڅونې لپاره دغه خبرې کړې وي ته چې اوس په کټ کې پخپله ناست يې همدغه ستا د ناروغۍ درملنه ده .

 

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |
     نوکر

 

ژباړن : بابر امين زى

 

 

ښځې او مېړه وغوښتل چې ديو ملګري دواده په مراسمو کې دګډون لپاره لاړ شي ، ځکه خويې دماښام ډوډۍ تياره نه کړه او خپل نوکر يې چې ددوى لپاره به يې ډوډۍ پخوله هم رخصت کړ.

دواده ماحول دښځې چندان خوښ نه شو، د واده ډوډۍ يې وخوړه اوغوښتل يې ،چې خپل خاوند په خوښه کورته لاړه شي  .

خاوند يې خپل خواږه ملګري ډېره موده پس ليدلي وو غوښتل يې زاړه يادونه ورسره تازه کړي ، په کړس، کړس سره وخاند پيالې وکړنګوي او مرکې سره وکړي ، ځکه خو يې کور ته زړه نه کېده او خپلې ښځې ته يې دکور ته تګ اجازه ورکړه ، خاوند يې وويل :

- ته ولاړه شه زه به ناوخته درشم .

ښځه سړک ته راووته او يوه ټکسي يې خپل کورته کرايه کړه ، کله چې له ټيکسي نه دکور مخې ته کوزه شوه دکوردروازه يې خلاصه او څراغونه يې بل وليدل ، په چستو قدمونو خپل کور ته ننوته او ټکسي وان يې رخصت کړ .

ګوري چې نوکر په کور کې ګرځي راګرځي ، تندى يې تريوشو سترګې يې له غوصې نه نيغې راووتې او خپل نوکر ته يې، چې مخامخ ورته ځوړند سر ولاړ و ، په قهر جن او آمرانه انداز وويل ماپسې راځۀ .

ښځه دملاستې دکوټې په لور روانه شوه او نوکر ورپسې وروسته کوټې ته ورننوت.

هغې دنوکر په سترګو کې خپلې سترګې وګنډلې ، نوکر ځمکې ته وکتل او دشرم خولې په تندي راماتې وې .

ښځې  په لوړ غږ په آمرانه لهجه وويل :

کمر بندخلاص کړه او زما کميس وباسه .

اشپز په ځوړندسر دهغې دامر اطاعت وکړ، کميس يې چې دکوټې په منځ کې دپرتې چوکۍ په تکيه واچاوه هغې سمدستي وويل  : اوس نو مې جرابې اوباسه نوکر يې امر ومانه ، هغې بيا وويل اوس نو په منډه زما پرتوګ وباسه او له کوم ځاى نه چې دې راخيستى وي هملته يې وځړوه ! .

هغې خپل غاښونه سره وچيچل او دنوکر په سترګو کې يې سترګې وګنډلې .

- که بيادې زما جامې اغوستې وې په همغه ورځ به دې وشړم ، د ټلويزيون رموټ يې په لاس کې واخيست ، دتلويزيو ن چينلونه يې بدلول خو خپلې خبرې يې هم جاري ساتلې ،  تاته خو مونږ رخصت هم درکړى ولېونيه ! ، که دومره دې له اداکارۍ ( اکټينګ ) سره مينه وي لاړشه په ټلوزيون کې کار وکړه.

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |
       ړنده نجلۍ

 

ژباړن : بابر امين زى

 

 

 

هغه پر دواړو سترګو ړنده وه ، تل به يې داسې خبرې کولې چې له ژوند نه دنفرت بوى به ترې راته ، له هرچا يې کرکه کوله او هر څوک ورته بدښکارېدل ، خو يو ښکلي هلک سره به يې کله کله خندل دهغه مرکې خوښي وربښله ،  په هغه مينه وه  ، دهغه په مينه يې ژوند کاوه او ژوند يې زغملو   .

نجلۍ به تل ارمان کاوه ويل به يې ، کاش !! که ماسترګې درلودلاى  ، خپل مين ته به مخاطب شوه ، ګرانه !! اوس به ستا داوږو بار شم خو که زما سترګې واى مابه ارومرو تاسره واده کړى واى .

همداسې وشول ،دطب دډېر پرمختګ په برکت!! دنجلۍ سترګې روغې شوې ، هغې ته ډاکټرانو نورې سترګې ولګولې ،  او اوس يې کولاى شول چې دټولې نړۍ ښکلاګانې وګوري ، اوس نو ددوه مينو ديوځاى کېدو وخت و ، اوس نو دنجلۍ دکړې وعدې دپوره کېدو وخت و اوهلک هم دهمدې ژمنې دورځې په رارسېدو ډېر خوښ مالومېده  .

 

 

ترټولو لومړى يې په خپل مين سترګې ولګېدې چې ورته ويل يې ګرانې !!  اوس خو به ماسره واده کوې؟ اوس خو به زماسره دژوند دلارې ملګرتوب کوې؟ !  مسکى شو او دکټ په بازو يې لاسونه کېښودل  .

هغې وکتل چې هلک هم ړوند دى ،نو ډېره ووېرېده ، په ډېروسختو الفاظويې ځواب ورکړ، ته خو ړوند يې او زه نشم کولاى چې تاسره واده وکړم ، هغه مهال زه نه وم خبره چې ته ړوند يې ځکه مې تاسره دواده ژمنه کړې وه  .

دهلک په پوچو سترګو کې اوښکې راغى او په خپله مخه ولاړ .

څو ورځې وروسته نجلۍ يو ليک ترلاسه کړ چې پکې ليکلي و:

ګرانې ! سلامونه

زما دسترګو خيال ساته او زه به له تاسره ټول عمر مينه کوم .

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |
يوه کرښه

 

ژباړن : بابر امين زى

 

 

 

نجلۍ په ناز  وويل  :

- آيا ته رښتيا ماسره ډېره مينه لرې ؟

هلک دنجلۍ رپېدونکو بڼو ته وکتل او يواځې يې دهو په بڼه سر ورته وښوراوه .

نجلۍ لکه غواړي چې په زړه کې کومه پټې موخې ته ځان ورسوي وويل :

- زه غواړم ستا له خولې يې  په خپلو غوږو نو واورم ، ماته ووايه چې زه تاسره مينه لرم .

هلک انکار وکړ :

نه نه ، زه نه پوهېږم چې ته ولې غواړې زما له خولې نه دغه دوه جملې واورې .

نجلۍ بيا هم خپل ضد نيولې وه او خپله خبره يې يوځل بيا تکرار کړه :

- زه ارو مرو غواړم ستا له خولې واورم ، چې ته ماسره مينه لرې ، په ژړا يې پيل وکړ او خپل ضد پوره کول يې غوښتل ( شابه ماته ووايه چې ته ماسره مينه کوې ) .

دلږ وخت لپاره دواړه غلې شول ، دواړو به څه فکر کاوه خو په تلو ، تلو کې  دنجلۍ کور راورسېد، نجلۍ په دسمال اوښکې پاکولې او دسترګو په کونجونو کې يې دهلک په لور کتل .

 

 

هلک خپلې سترګې دنجلۍ په سترګو کې وګنډلې او ويې پوښتل : ته رښتيا هم غواړې چې پوه شې .

نجلۍ ورته دسر وښوراوه .

هلک ورنږدې شو او نجلۍ يې کلکه په غېږ کې ټينګه کړه ، خپلې شونډې يې دهغې غوږ ته ورنږدې کړې او ويې ويل :

اى ! لېونۍ په دې يوه کرښه کې زما دا غرونه ، غرونه مينه کله ځاييږي ( زه تا سره مينه لرم )

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |

                      وروستۍ خبرې

 

ژباړن : بابر امين زى

 

له يوې اونۍ راپدېخوا باران ورېده داسې باران چې ورځې يې بې خونده کړې وې ، زه کرار په کور کې ناست وم ،يوځل بيا دهغې ټليفون راغلو او ويې ويل ، چې زه دروانه يم ، دا په دې اونۍ کې  دهغې دريم وار و چې زماليدو ته راتله .

ورغلم چې ورته ووايم ، څه اړتيا وه چې په دې باران کې راغلې ، ورکوز شوم ، ګورم چې د سرې چترۍ سره دسړک په غاړه يواځې ولاړه ده ، يخه اولمده ورځ وه او پرله پسې نرى باران ورېده، دا له ډېرې يخنۍ لړزېدله ، ډېره کمزورې او نازکه برېښېده ، دومره يې هم څه نه و اغوستي چې ګرمه يې وساتي .

زه ورکوز شوم ، ورته ومې ويل ، هيڅ اړتيا نشته چې زماليدو ته راشې ، نورې هم ډېرې ترخې خبرې چې دهغې دخپګان سبب شي .

هغې له خواشينۍ نه په ډکه لهجه وويل ، څه وکړم ، څنګه رانشم ، يادېږې مې .

ماهغې ته په سړه سينه وويل : راځه چې بېرته دې کورته بوځم بيا مه راځه .

هغې خپله چترۍ خلاصه نه کړه ، غوښتل يې چې ماسره زما په چترۍ کې شريکه شي ،خو ما تندى تريو کړ او دخپلې چترۍ دخلاصولو مې ورته وويل .

 

 

هغې زړه نازړه خپله چترۍ خلاصه کړه او زما سره دموټر په لور روانه شوه ، په تلوکې يې په نيولي غږ  ويل ،چې دغرمې او ماښام ډوډۍ مې نه ده خوړلې ، که امکان ولري چې په کوم مناسب ځاى کې ډوډۍ وخورو.

ما خپل زړه دډبرې کړ او  سر مې ورته دنفي په علامه وښوراوه ( نشته ،نشته ډوډۍ موډۍ نشته ، زه هيله کوم چې ته بېرته لاړه شه ) .

هغې بله غوښتنه وکړه ويل يې ، چې نه مې پرېږدې نوتر  ريلګاډي ،خو راسره لاړ شه .

زه هم ورسره روان شوم چې تر ريلګاډي يې ورسوم ، چې بېره کورته لاړه شي .

 دواړه دريلګاډي تم ځاى ته ورسېدو باران اوس په شېبو ورېده ، دريلګاډو تر سټېشن چې ورسېدو ګورو چې ټول ريلګاډي له خلکو ډک دي ، په سټېشن کې دهرچا په لاسونو کې چترۍ وې او چا کوښښ کاوه چې ځان ته ځاى پيداکړي او په منډه ځان کورته ورسوي ، مونږ ډېره شېبه دبل ريلګاډي انتظار کاوه ، په يوه څوکى مو ډډه وهلې وه ، ماته يې داسې راوکتل لکه څۀ چې رانه غواړي ، ه پوهېدم چې څه غواړي ، يوه شېبه خندا رانه غواړي ، يوڅو خوږې خبرې راڅخه غواړي ، په دې هم پوهېدم چې هغه به زما په دې زشت  سلوک څومره درديږي، له څومره لرې ځايه زماليدو ته راغلې ،غواړي زما له ليدلو خوند واخلي .

ديوې شېبې لپاره مې ورته زړه نرم شو ، نږدې مې ورته ويلي وچې راځه شپه له ماسره وکړه ، خوبېرته مې زړه لکه دکاڼي کلک کړ او ورغبرګه مې کړه ، راځه چې دريلګاډي بل تم ځاى ته ولاړ شو .

پخوانى وخت مې  په زړه راوورېداو په خيال کې لاړم ،چې مونږ ټول په يوه اپارتمان کې اوسېږو ، پنځه واړه لکه ديوې کورنۍ غړي ، يوځاى سره ډوډۍ

 

 

خورو او يوځاى ناسته پاسته کوو ، يوځاى فلمونه سره ګورو ، خو زه نه پوهېدم چې څنګه زه له دې څلور واړو په يوې مين شوم .

داپيښه دکالج په وروستيو کلوکې رامنځ ته شوه له دوو کالونو راپدېخوا ، سره په يوه پوړ کې اوسېدو ، له يواوبل سره مو ژوره مينه کوله ، له يوکال وروسته هغه له پوهنتون نه فارغه شوه خو زه بياهم يوکال په پوهنتون کې پاتې شوم ترڅو دفراغت سند ( دپلوم) ترلاسه کړم ، ددې کال په دوران کې به کله ، کله دچوټۍ په ورځ دهغې دليدلو لپار ورتلم تر څو دغه اړيکې خوندي وساتم .

دسړک پرغاړه سره روان و هغه زما نه مخکې او زه ورپسې وم ، دهغې دچترۍ يو سيخ هم مات و ، او په کږو وږو پلونو روانه وه ، نازکه او اکمزورې مالومېده ، داسې برېښېده لکه ټپى سرتېرى چې دخپل زنګ وهلي ټوپک سره کمزورى ، کمزورى روان وي .

دسړک نه په راتېرېدو يوه موټر هم ژوبله کړه ، غوښتل مې چې په غېږ کې يې ونيسم ، سوچونو پسې اخيستې روانه وه ، پوهېدم چې څۀ فکر يې کاوه .

زمارنځپه زياتېدو روان و ، په نس کې مې  هغه زياتېدونکى درد ، او په زړه کې مې ددې لېونۍ زياتېدونکې مينه.

 ما هيڅ مرسته ورسره ونه کړه ، په لاره دهغه پارک سره نږدې شو په کوم کې چې به مونږ تل سره ناستې لرلې  .

په خواره خوله يې راته وويل : راځه چې دلږې شېبې لپاره په پارک کې دمه شو دې پارک کې زه د سکون احساس کوم او بيا يې ژمنه وکړه چې له دې ناستې وروسته به زه کورته ارومرو ځم.

 

 

 

دهغې په خواره خله غوښتلو زما سخت زړه هم نرم کړ ، خو لامې هماغسې زوروله نه مې غوښتل چې دخښـۍ احساس وکړي اوبياراسره روږدې شي ، زه په پارک کې په يوې څوکۍ ناست وم داسې ښکارېدم لکه څوک چې دچانه دتلو اجازه اخلي ، هغه دڅېړۍ دهغې غټې ونې ډډ ته ودرېده ، زه پوهېدم چې څه شى لټوي ، هغه ليکل يې غوښتل وګوري کوم چې مونږ يونيم کال وړاندې په يوه سلوري رنګه قلم ليکلي و ، هغه ليکلې خبرې مې دژوند ترپايه هم نه هېرېږي .

((کرس)) او(( سوسن)) اس دواړه دهغې ونې لاندې ولاړ دي دکومې وينې لاندې چې يونيم کال وړاندې ډېر خوښ او له خندا شنه ول ، (( کرس))  او(( سوسن )) دواړه ده همدې ونې لاندې ولاړ دي د(( کرس )) په لاس کې دچايو پياله ده او د(( سوسن )) لاس کې چاکليت او داهيله کوو چې (( کرس )) او (( سوسن )) داورځ دژوند تر پايه هېره نه کړي او دتل لپاره يو دبل سېه مينه وکړي .

 ديوې شېبې لپاره هملته دونې تر خوا وګرځېده بېرته زما په لورچې اوښکې يې پرمخ بهېدلې راغله راته يې وويل : کرس!! هغه ليکل مې مينده نه کړل ، فکر کوم چې زمونږ مينه دبيلتون ښکارکېږي! .

ددې خبرې په اورېدو مې دردونه لازيات شول ، دردونه مې دزړه په لور وغځېدل داسې دردونه چې هيڅ کله مې نه ول احساس کړي ددرد له امله مې بې اختياره وويل  : سوسن !! ايا مونږ تلى شو ؟

ماخپله توره چترۍ خلاصه کړه ، خو هغه لاتراوسه په هماغه ځاى ولاړه وه زړه يې نه غوښتل چې له پارکه ولاړه شي ، زما په لورې يې مخ کړ ويې ويل : زه پوهېږم چې زمونږ ترمنځ دريم کس پيداشوى دى او فکر کوم چې ته ورسره بې

 

 

شانه مينه کوې ځکه زما ليدل درته بې خونده شوي دي ، اوس ماسره مينه نه لرې ، خو داهم يادلره چې زه به دې ترمرګه هم هېر نه کړم .

ماهيڅ ځواب ورنکړ ، لاندې مې دځمکې په لور وکتل ا وخپل سر مې وخوراوه ، دريلګاډي دتم ځاى په لور دواړه ور روان شو او تر هغه ځايه مو ديوبل سره هيڅ خبرې ونه کړې .

څلورکاله مخکې ډاکټر راته وويل ، چې ستا کنسر دى خو بيا يې ډاډګيرنه راکړه چې ددرملنې امکانات يې شته او دارو  يې راته هم راکړه ، ماهم بېرته خپل عادي ژوند پيل کړ او ددوهم ځل لپاره بيا ډاکټر ته هم وره نه غلم ، دډاکټر خبرې صرف زما دتصلۍ لپاره وې خو زه په دې اند وم چې ګويا په دې دوا به زما رنځ ښه شي .

 مياشت مخکې مې په نس کې داسې درد و چې خوب يې رانه هم ورک کړى و، مافکر کاوه چې دلنډې مودې لپاره به وي خو دې درد غوښتل چې زما ژوند ته دپاى ټکى کېږدي ، د درد دزياتوالي له کبله يوځل بيا هغه ډاکټر ته لاړم ، هغه زما دنس يوعکس وويست ، کله مې چې عکس وليد ، په هغې کې يوتور داغ و داتور داغ زما دمرګ زېرى و او داتور داغ دهغه څۀ تصديق کاوه چې ما يې ګمان هم نه کاوه .

زما ژوند لکه دهغې شمعې په څېر ،چې دمړه کېدو په حال کې وي ، کله به مې ځان وژنې ته هم تابيا کوله .

مانه غوښتل چې له دې رازه څوک خبر کړم په خاصه توګه سوسن ، څوک چې زما دژوند يواځينۍ حقداره ده ، چاسره چې مې بې اندازې مينه ده ، خو تر اوسه هغه له حقيقت نه ناخبره ده ، دهغې عمر کم دى نه غواړم چې دهغه له دې پېښې نه خبره کړم ، هغه خو لکه دګل نازکه ده تر اوتازه ده ، دادردونه مې

 

 

په ځان پېرزو شي نه پر هغې ، ماهغې ته ډېر دروغ وويل ډېرې د دروغو کيسې مې ورته جوړې کړې ، چې زه دبل چاسر ه مينه لرم زه نشم کولاى هغه پرېږدم  ... او نور ، خو داټول ډېر بې رحمانه کارونه ول چې دسوسن زړه يې مات کړ ، زينې خلک له په ډېره کرکه دخلکو زړه ماتوي خو ما له ډېرې مينې دهغې زړه مات کړ .

ماغوښتل په دې کار سره هغه يادونه ختم کړم کوم چې به په راتلونکي ژوند کې دسوسن ژوند تريخ کړي .

ماسره وخت ډېر کم و ، نه مې غوښتل چې نور ه هغه زما ليدو ته راشي ، زما دژوند ډرامه مخ ته ختمېدو وه .

په ريلګاډو کې مو هيڅ ځاى پيدا نکړ ، ما غوښتل چې سوسن ته يوه ټيکسي ونيسم ، دواړه دسرک په غاړه دټکسي په انتظار ودرېدو، دا دديدن اخيري شيبې وې ، دلرې ځايه مې ټيکسي وليده اوښکې مې پاکې کړې او ورته مې وويل چې دځان ډېر خيال ساته ، هغې هيڅ ځواب رانکړ ، يواځې سر يې وښوراوه او خپله ماته چترۍ يې خلاصه کړه ، دټکسي په لور روانه شوه ، زه هم ورپسې روان وم ، دټکسي دروازه مې ورته پرانسته ، هغه په ټکسي کې کښېناسته او ټکسي حرکت وکړ ، اوس نو دواړه سره دتل لپاره بېلېدو ، داهغه شېبې وې چې مونږ به يوبل دتل لپاره وک کړو ، بيابه مونږ يوبل سره نه وينو ، ټکسي په دغې لويه کوڅه کې روانه شوه په زړه کې مې داسې دردونه شول چې زه يې دې ته اړکړم ، چې غږ پرې وکړم ، په زوره ورته ووايم چې ټول ښار يې واوري ((سوسن زه له تاسره مينه لرم )) خو دغه هيله مې پوره نشوه ، ماډېر لاسونه ورته وښورول ، ما هغې ته ډېر څه ويل غوښتل ، خو ټکسي ددې کوڅې په کونج کې تاوه شوه او زما له سترګو پنا شوه ، زما خوله وازه پاتې

 

 

شوه او پرځاى ودرېدم ، تړمې اوښکې مې پرمخ راروانې شوې ، اودباران دڅاڅکو سره ګډې شوې ، ساړه مې وشول خو دادباران له امله نه و داهغه ساړه و چې زما زړه يې ولړزاوه ، هغه لاړه او تر نن پورې يې بيا ماته ټلفون رانغلو ، هغې هغه اوښکې ونه ليدلې کومې چې ما دهغې دبېلېدو پرمهال تويې کړې وې ، ځکه ،چې هغه اوښکې دباران دګڼو څاڅکو په کتار کې ورکې شوې وې .

دډايري داپاڼه  په اوښکو لمده شوې او بېرته وچه شوې غونجه وه ، زه (( سوسن )) اوس هيڅ په خپلې مينې پښېمانه نه يم ځکه چې اوس له حقيقت نه خبره شوم ، دازما دخوږ(( کرس )) هغه خبرې وې چې پخپله ډايري کې يې ليکلې وې ، داوې د(( کرس )) وروستۍ خبرې .

 

٢٠٠٧-٢-٢٠  پل محمود خان .

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |
   منډه

 

ژباړه : بابر امين زى

 

 

موټر سايکل په منډه اوکړندى روان و دومره کړندى چې دهلک  سره روسته دناستې ښايسته دنګې نجلۍ ژيړې زلفې يې لکه بيرغ رپولې .

انجلۍ خپلې شونډې دهلک د اوسپنيزې خولۍ ( هلمټ ) دغوږ له برخې سره ولګولې  او په لړزېدلي غږ يې وويل ( سرعت کم کړه زه وېرېږم . )

هلک په مسکا ورغبرګه کړه ( پرېږده مړې خوند کوي )

نجلۍ بيا په لړزېدلي غږ وويل ( نه ورک دې شي دا خوند ، داډاروونکى دى )

هلک په شوخۍ وويل ( ښه نو بيا ووايه چې ته ماسره مينه کوې . )

نجلۍ ځواب ورکړ( سمه ده زه تاسره بې کچه مينه کوم خو سرعت دې کم کړه ، چې له ډاره مې زړه وچاودېده )

هلک په شوخۍ ورزياته کړه ښه ؛نو اوس يوه غاړه هم راکړه خپل لاسونه دې مانه راتاو کړه ، انجلۍ سمدستي بې له ځنډه دهلک له ملا خپل لاسونه راتاو کړل .

 هلک وويل : کولى شې چې زما دسر نه دااوسپنيزه خولۍ (هلمټ) لرې کړې او خپله يې په سر کړې ؟  زما زړ ورسره په تنګ شو .

بله ورځ په ورځپاڼه کې خبر خپور شو  ، چې يو موټرسايکل دپېښې ښکار شو په داسې حال کې چې يوه هلک او نجلۍ پرې سپاره وو، په پېښه کې يو مړ او يو تن ژوندى دى .

حقيقت خو داو چې هلک دلارې په نيمايي کې په دې پوهېدلى و ، چې دموټر سايکل بريکونه کار نه کوي ؛ ځکه خو يې دموټر سايکل منډه شېبه په شېبه زياتېدله او خپل مرګ يې ډېر نژدې ليده؛ خوهلک نه غوښتل چې دغه تنکۍ غوټۍ دې له غوړېدو مخکې ورژېږي ، او له ده سره يوځاى خاورې شي ، ځکه يې خپله اوسپنيزه خولۍ ( هلمټ ) هغې نجلۍ ته ورپه سر کړه  .

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |
مالګينه کافي

 

ژباړن : بابر امين زى

 

 

 

هغه يې په يو واده کې وليده ، ډېر ه  ښکلې وه ، هغه پرې مين شو او هيله يې درلوده چې ځان ورنږدې کړي.

دواده له ميلمستيا وروسته  يې ترڅنګ ودرېد له روغ بړ روسته يې ورته وويل :

- که امکان ولري چې سره په يو ښکلي رستورانت کې يوه شېپه کښېنو او يو ګيلاس کافي سره يوځاى وڅښو ، دده په ادبناکه ست  هغه ډېره خوشحاله شوه او له ده سره يې ژمنه وکړه چې ضرور به يو ځاى کافي څښو .

دوعدې نېټه راورسېده او دواړه يو ميلمستون ته ولاړل چې ديوې شېبې لپاره سره کښېني ،  هلک زيات وارخطا برېښېده فکر يې کاوه چې دخبرو لپاره  څه موضوع راپيدا کړي ، دهغې سره هم څه خاصه موضوع نه وه چې سره شريکه کړې يې واى ، تر يوڅه وخته چوپتيا خوره وه او داسې برېښېدل لکه له يو بل نه چې دتلو اجازه اخلي ، په همدې کې کافي راغله او دواړه مصروف شول ، هلک په هوټلي غږ وکړ او مالګه يې ترې راوغوښته او په کافي کې يې دمالګې داچولو وويل ، په رستورانت کې ټول خلک حيران شول او ټولو په يووار دده په لور وکتل ، ټولو وويل : عجيبه ده په کافي کې مالګه .

ددې خبرې په کولو دده مخ هم له شرمه سور شو ؛ خو بيا يې هم خپل وار خطا نه کړ مالګه يې په کافي کې ځانته واچوله او په څښلو يې پېل وکړ ، هغې په حيرانۍ ترې وپوښتل :

- داستا څرنګه عادت دى چې په کافي کې مالګه اچوې ؟

  

هغه سمدستي ورغبرګه کړه :

- کله چې زه ماشوم وم په يو داسې کلي کې اوسېدلو چې دسيند سره نږدې و ، دهغې سيند اوبه تروې وې ، مابه په هغې اوبوکې له خپلو همزولو سره لوبې کولې .؛ نو کله چې زه په کافي کې مالګه اچوم ماته هغه سيند راپه زړه کېږي او هغه دماشومتوب رنګينې شېبې مې مخې مخې ته کېږي ، زه له دې خيالونو خوند اخلم او ښه راباندې لګېږي ، زما دخپل کلي سره ډېره مينه ده تر اوسه مې مور او پلار هملته اوسېږي .

اوښکې په سترګو کې ډنډ شوې  ، او لاسونه يې مخې ته ونيول ، نجلۍ ته داټولې خبرې په زړه پورې وې خوند يې ترې واخيست او دفضاء دبدلولو لپاره ورته په شونډو کې مسکۍ شوه ، دخپل ماشومتوب کيسې يې وکړې  دخپلې کورنۍ په هکله وغږېده ، دواړو ډېرې خبرې سره شريکې کړې او دبيا ليدو لپاره يې سره نېټه وټاکله .

مياشتې يې  ديو بل سره په ليدلو تېره کړه ، يوبل ته ډېرسره  نږدې شول ، نجلۍ فکر وکړ چې داسې مينه ناک او زړه سوانده انسان بل نشي پيداکولى هماغه و چې دواړو سره واده وکړ .

دواړو خوښ ژوند درلود او ديوبل نه راضي و ، هغې به هره ورځ ده  ته دده دخوښې کافي جوړوله او تل به يې ورته په کافي کې مالګه اچوله ، ده به هم په خوند ،خوند ترستوني تېروله  .

څلوېښت کاله وروسته  سړى مړ شو ، خو هغه يوليک دخپلې مېرمنې په نوم پرېيښى و .

ليک په لاندې کرښو کې لوستلى شئ .

  

زما زړه ته نږدې ، زما مينې ، ماوبښه !! زه دهغې دروغو بښنه غواړم چې په ټول ژوند کې يانې څلوېښت کاله کې مې يودروغ درته ويلي دي ، زه په هغې ډېر پښېمانه يم ، زه دهغې ورځې خبره کوم په کومه ورځ ، چې ما او تا دلومړي ځل لپاره په يوه رستورانت کې ناسته درلوده ، هغه مهال ما د هوټلي نه بوره غوښتله خو  خولې ته مې مالګه راغله ، بيا مې تاته دروغ وويل چې زه په کافي کې مالګه اچوم ، هغه رښتيا داسې نه وه او کله مې چې له تاسره واده وکړ نو مانه غوښتل چې زه تاته دروغجن ښکاره شم ، ځکه خو مې دادومره عمر ستاله لاسه مالګينې کافيانې وڅښلې ، اوس که ته زما له مرګه وروسته دغه ليک لولې نو هيله کوم چې بښنه به راته کوې .

که رښتيا راباندې وايې ما به دزړه په زور مالګينه کافي څښله ؛خو ته مې نه شوې خفه کولاى داهغه رښتيا دي چې ما يې دويلو جرئت په ژوند ونه شو کړلاى ، کېداى شي څو شېبې وروسته له دې جهانه دتل لپاره سترګې پټې کړم ؛خو دا له تاسره ژمنه کوم که چېرته زه بيا دې نړۍ ته راشم نو هرو مرو به تاپيداکوم او بيا به له تاسره يو ځاى ژوند کوم ؛ خو داهم بايد وويام چې  بيا به هم ستا دلاس جوړې شوې مالګينې کافيانې څښم .

 

پل محمود خان

١\٣\٢٠٠٧

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |
دوکانداره

ژباړن : بابر امين زى

 

هغه يو ښکي  دوکان ته ورننوت ، دوکان له ښيښو جوړ و او يوه نجلۍ پکې دوکانداره وه ، دهلک د ورننوتلو سره نجلۍ په مسکا وپوښتل .

- ستاسې سي ډي پکار ده ؟

هلک چې داډول مسکا هيڅ نه وه ليدلې دنجلۍ دښلا ترتاثير لاندې راغى ، په لړزېدلي غږ يې وويل :

-  هو !! زما سي ډي پکار ده .

هلک يوه سي دي راپورته کړه هغې ورته وويل : پوښ کې يې درته بنده کړم؟ ، هلک هم غوښتل چې لږه شېبه نور وځنډېږي ؛ نو يې ورته وويل :

- بلې !! په پوښ کې يې واچوه .

هغه دميز ترشاه پناه شوه او سي ډي يې په پوښ کې واچوله ، هلک سي ډي واخيسته او کورته ولاړ ، له دې وروسته به هره ورځ هلک دسي ډي داخيستلو په بهانه دنجلۍ ديدن ته راتلو ، هرځل به يې چې سي ډي اخستله دوکانداره  پنا کېدله او په پوښ کې به يې ورته سي ډي بندوله .

يوه ورځ هلک خپلې مورته وويل ،چې يوه نجلۍ ، مې خوښه شوې چې دسي ډي په دوکان کې کار کوي  ، مور يې وويل،  ورته ووايه چې مينه درسره لرم .

بله ورځ يې غوښتل دمور خبره ومني او دخپلې مينې اظهار وکړي،  په سينه کې يې  دزمري زړه واچاوه او غوښتل يې چې نن ورځ دوکاندارې ته دخپلې مينې اظهار وکړي ؛ خو هلته په ورتګ يې يواځې دومره وکړاى شول چې دهغې په ناپامۍ کې دهغې دميز په سر خپله دټلفون نومره کيږدي او خپله وتښتي .

په سبا نجلۍ وغوښتل چې ټلفون ورته وکړي ، ټلفون دهلک مو ر پورته کړ ، نجلۍ ځان وروپېژنده او دهلک پوښتنه يې وکړه .

مور يې سلګو په مخه کړه او په سلګيو، سلګيو کې يې دهلک دمړينې خبر ورکړ ، نجلۍ وسونګېده او سيده دهلک کورته راغله .

دهلک مور او نجلۍ چې ژړا پسې اخيستې وې ، دهلک کوټې ته يې سر ورښکاره کړ، نجلۍ په منډه دالمارۍ مخې ته ودرېده او هغه سيډيانې يې راواخستې ، اوله سي ډي يې خلاصه کړه هيڅ پرانيستل شوې نه وه بله يې پرانسته داهم هماغسې بنده وه چې لا پرانستل شوې نه وه ، درېيمه سي ډي يې پانستله او نجلۍ خپل ليکلى ليک ترې راووسته ، دهلک مور ته مخاطبه شوه او ويې ويل :

- ما په هره سي ډي کې يو ليک ورته ايښى خو ده يوه هم نه ده پرانستې .

په لاس کې نيولى ليک يې چې پکې ليکلي و ( له تاسره مينه لرم ) په اوښکو لوند شو .

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |
                     پوځي

ژباړن : بابر امين زى

يوپوځي چې دوتنام دجګړې نه وروسته يې غوښتل چې کورته راشي ، دراتلو دمخه يې دفرانسسکو نه خپلې کورنۍ ته ټليفون وکړ ، پلار ته يې په ټلفون کې وويل ګرانه پلارجانه ! اوس جګړه نشته او زه غواړم خپل کورته درشم ، خو تاسې به ماسره يوه مرسته کوئ هغه داچې زه غوام له ځان سره يو بل څوک هم درولم هغه چې زما زړه کې اوسېږي ، په زړه کې ورته درناوى او مينه لرم ، پلار يې ځواب ورکړ ، سمه ده بچيه مونږ به يې په ليدو ډېر خوښ شو هرکله راشې ،تاسې ته سترګې په لاره يو ، پوځي وويل :

پلار جانه ! هغه په يوه پښه ګوډ دى او يو لاس يې هم نشته په جګړه کې ډېر بد ټپي شوى دى په ځمکني ماين يې پښه ايښې ، هغه بېچاره بل داوسېدوځاى نه لري ، زه غواړم چې مونږ سره ګډ زمونږ په کور کې ووسېږي .

پلار يې په ډېرې ناارامۍ او دډاډګېرنې په انداز ورته وويل :

بچيه ! ته يې راوله مونږ به هغه سره دځاى په پيداکولو کې مرسته وکړو .

- نه ، نه زه غواړم هغه مونږ سره يوځاى په کور کې واوسېږي .

 

پلار يې په داسې انداز چې خپل زوى په خبره وپوهوي ورغبرګه کړه.

- زويه ! ته نه پوهېږې چې څه غواړې ، داسې بې لاسه اوبې پښې معلول به زمونږ داوږو بار شي ، مونږ نشو کولاى چې داسې بار په اوږو وېسو چې نه يې شو اوچتولاى ، زه خو وايم زويه ! ته راځه او هغه هلک هېر کړه هغه به دخپل ژوند دتېرولولپاره کومه بله لار ولټوي .

 په دغه وخت کې ټلفون بند شو ، دهلک مور او پلار دخپل زوى دراتګ په انتظار ول ، چې له همدغې ولايت فرانسسکو څخه يوبل ټلفون راغى.

هلو.

هلو ! زه دفرانسسکو دلوى پوليس سټيشن نه تاسې ته زحمت درکوم ، دلته يوه پېښه شوې چې ستاسې راتګ ورته اړين دى ، تاسې بايد ارومرو سبا دلته ځان راورسوئ .

دپوځي پلار يواځې مثبت ځواب ورکړ او خداى پاماني يې وويله .

سبا غرمه مهال چې کله دوى فرانسسکو پوليس سټېشن ته ورسېدل ، پوليسويې دځوى جسد وروښوده چې يو لاس او يوه پښه يې نه وه .

دپوليسو په وينا ځان وژنه يې کړې ده .

+ افغان ادبي ټولنه افغان ادبي ټولنه در و ساعت |